د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د امریکایي پوځیانو له لورې شوی برید چې له امله یې تر ۴۵ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د امریکایي پوځیانو ظالمانه بمباري په کلکو ټکو غندي او دغه غیر انساني عمل، د افغانانو قتل عام او بشري ضد جنایت بولي. کرزي په هېواد کې د روان ناورین د پای ته رسېدو لپاره بیا هم تکراراً د سولې ږغ کړی دی او د افغانستان له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې د افغانانو د قتل عام د پای ته رسولو لپاره د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په ملي اتحاد او اتفاق، د بین الافغانی مذاکراتو له لارې د سرتاسری سولې د ټینګښت لپاره یو موټي او همغږي شي.





























