بهرنیو او افغان ځواکونو یو ځل بیا په هلمند ولایت کې وحشت تر سره کړی دی. بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هلمند په موسی کلا کې د واده پر مراسمو هوایي برید کړی دی او تر پنځوسو پورې کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. افغان امنیتي ادارې دا مني چې په هلمند کې یې عملیات تر سره کړي دي، خو دا ادعا هم کوي چې وژل شوي د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو غړي دي. بلخوا پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي، چې تر ډېره ښځې او ماشومان پکې شامل دي. د هلمند د ولایتي شورا غړي هم وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې په دوام یو ځل بیا بهرنیو او کورنیو ځواکونو په هلمند کې شپني عملیات تر سره کړي او هوایي بریدونه یې کړي دي. تېره شپه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې بهرنیو او افغان ځواکونو وحشت تر سره کړی دی او لسګونه بېګناه ملکیان یې وژلي دي. امنیتي ځواکونه وایي چې عملیات پر طالب وسله والو تر سره شوي، خو عیني واقعیت بل څه دی. تېره شپه د هلمند په موسی کلا کې په یوه کلي کې د واده مراسم روان وو. چورلکو لومړی په سیمه کې سرتېري کښته کړي دي او تر هغه وروسته بې پيلوټه الوتکې سیمې ته رسېدلې دي. بې پيلوټه الوتکو هغه موټر په نښه کړی دی، چې ښځې او کوچنیان پکې سپاره وو. دوی د ناوې کور ته نکریزې وړلې، خو بهرنیو ځواکونو برید ورباندې کړی دی او د ځایي خلکو په خبره لا هم د ځينو کسانو مړي لادرکه دي.
د موسی کلا اوسېدونکی حبیب الرحمن چې د تېرې شپې د وحشت شاهد و، وايي: ((د شپې لس بجې وې چي لومړی له چورلکو نه په سیمه کي کوماڼدو ځواکونه کښته شول او ورپسې د بې پیلوټه الوتکو ږغونه هم واورېدل شول)). دده په خبره، الوتکو تر څه ځنډ وروسته پر هغه موټر برید وکړ، چي ښځې او کوچنیان پکې سپاره او د زوم کورته یې نکریزې وړې.
د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي چې په پېښه کې څلوېښت ملکیان چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري پکې شامل دي، وژل شوي دي. د ولایتي شورا یو غړی عبدالمجید اخندزاده وایي، بهرنیو او افغان ځواکونو د موسی کلا په دوو سیمو کنجک او شواروز کې عملیات او هوایي بریدونه کړي، چې په هغه کې څلوېښت کسه ملکیان وژل شوي دي. نوموړی وايي: ((عملیات په دوو برخو کې تر سره شوي دي. خو څلوېښت کسه ملکیان دي، چې د واده په مراسمو کې سره راټول شوي وو. شپږ طالبان هم وژل شوي دي، خو ډېر ملکیان دي، غریب، بېچاره او دهقانان پکې وژل شوي دي)).
بلخوا رسنیو ته بیا ځينو سرچینو ویلي چې د پېښې له سیمې لس ټپیان هم لښکرګاه ښار ته لېږدول شوي دي. سرچینې وايي چې د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د موسی کلا اوسېدونکو تر دې پېښې وروسته یو لاریون هم وکړ، چې په هغه کې یې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول. دوی له حکومته وغوښتل چې دغه خونړۍ پېښه په جدي توګه وڅېړي او عاملین یې محاکمه کړي.
مرکزي حکومت بیا تر اوسه په دې اړه واضح ځواب رسنیو ته نه دی ویلی. امنیتي ادارې وايي چې دوی پر طالبانو او د القاعده شبکې پر غړو هوايي برید کړی دی او دغه ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د هلمند رسنیز دفتر هم په یوه اعلامیه کې وايي، چې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو او بمبار کې د ۶ بهرنیانو په ګډون، ۱۴ وسلوال وژل شوي دي. ملي دفاع وزارت بیا ویلي، چې د هلمند همدغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.
له دې سره جوخت په ټولنیزو رسنیو کې دغه برید په کلکو ټکو غندل شوی دی او پراخ غبرګون یې پارولی دی. د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي، د نظر خاوندان او سیاسي شنونکي د ملکي وګړو د ژوند په اړه د حکومت دغه بې پروايي او وحشت غندي او پر حکومت غږ کوي چې نور د افغانانو له قتل عام لاس واخلي.
ډېرو سیاسیونو هم پر دغه خونړي برید غبرګون ښودلی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او هغه یې وحشت، د افغانانو قتل عام او بشري جنایت بللی دی. نوموړي د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې نور دې دغه روان وحشت ته د پای ټکی کېږدي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې سره حل کړي.
په هلمند کې داسې مهال یو ځل بیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې خونړۍ شوې دي او تر ډېره یې تلفات او زیانونه ملکي وګړو ته اوړي.





























