ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې په عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات ورته د منلو نه دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په هلمند کې د وړمې شپې پر پېښه خواشینی دی او د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو نه ده. ولسمشر غني ویلي په ځلونو یې له امنیتي ځواکونو سره په ګڼو جلسو کې د ملکي وګړو پر خوندیتابه ټینګار کړی دی او ددغه ډول پېښو تکرار ورته د منلو وړ نه دی. هغه په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه هم پر طالبانو ور اچولې او په خبره یې ددغه ډلې وسله وال د خلکو له کلیو او کورونو د ډال کار اخلي چې له امله یې ملکي وګړي زیانمنېږي. ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې لار پرېږدي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي. وړمه شپه افغان او بهرنیو ځواکونو د هلمند په موسا کلا کې عملیات کړي وو، چې له امله یې د یوه واده په مراسمو کې ګډونکوونکي څلوېښت کسه ملکیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.





























