عمران خان وايي امریکا ۱۹ کاله نور هم افغان جګړه له نظامي لارو نه شي ګټلی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک کې په یوه انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي امریکا که په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکوي، نو ۱۹ کاله نور به هم له نظامي لارو دغه جګړه و نه ګټي. دده په وینا په ځلونو یې امریکا ته ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او پاکستان په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی. د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، چې افغانان پخپلو کې سره جګړه کوي خو د بهرنیانو پر وړاندې تل متحد وي او دوی له خپلې خاورې وباسي. عمران خان پر امریکا غږ کړی چې ژر تر ژره دې له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پيل کړي او پر جګړه ټینګار کول د هېچا په ګټه نه دي.





























