د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فساد د موجودیت او ځینو پروژو په مدیریت کې د کمزورتیا له امله خپلې مرستې لغوه کړې دي. مالیې وزارت وايي، امریکا هغه سل میلیونه ډالر مرسته بېرته ګرځولې، چې ټاکل شوې وه د برېښنا په یوه بنسټیزه پروژه کې ولګول شي. د سرچینې په خبره دغه مالي مرستې د برېښنا په برخه کې د کمزوري مدیریت له امله لغوه شوې دي. په خبرپاڼه کې راځي چې تر اصلاحاتو پورې امریکا ۶۰ میلیونه ډالر نوره مالي مرسته هم ځنډولې ده. مالیې وزارت وایي چې لا هم فساد او کمزوری مدیریت په افغانستان کې د سترو پروژو په پلي کېدو او عملي کېدو کې ستر خنډ دی. سرچینه کاږي چې افغان حکومت د فساد په له منځه وړلو، ظرفیت لوړولو او اصلاحاتو راوستلو کې د نړیوالو همکارانو مرستې ته اړتیا لري.