د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې یو کس د خپلې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي. د چارواکو په خبره یاد کس چې په مخدره توکو روږدی و، د خپلې کورنۍ پنځه غړي یې د ټوپک په ډزو وژلي او تورن د پولیسو له خوا نیول شوی دی. د چارواکو په خبره، په وژل شویو کسانو کې د تورن کس مېرمن او څلور اولادونه شامل دي. چارواکو د یادې پېښې لامل کورنۍ ستونزې بللې دي.





























