د هلمند د موسی کلا اوسېدونکو د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اعتراض کړی دی. د هلمند په جګړه ځپلي ولایت کې په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات ډېر شوي چې له امله یې د خلکو اندېښنې هم ډېرې شوې دي او په دې عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې ډېرېدو د خلکو غبرګون پارولی دی. تېره ورځ د هلمند په مرکز او موسی کلا ولسوالیو کې د ملکي مرګ ژوبلې د ډېرېدو په تړاو اعتراضونه هم وشول. دوی د موسی کلا پر وروستۍ پېښه هم سخت غبرګون ښودلی دی او هغه یې د بشر ضد جنایت بللی دی.
دوې شپې مخکې افغان او بهرنیو ځواکونو په هلمند کې شپني عملیات او هوايي بریدونه وکړل. په دې عملیاتو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او په ټول هېواد کې یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر وړاندې غبرګونونه وپارول. له دې ډلې تېره ورځ د هلمند په موسی کلا او لښکرګاه ښار کې د ملکي وګړو د تلفاتو په غبرګون کې پراخ اعتراضونه تر سره شول. د هلمند ولایت مدني فعالان، قومي مشران او د زیانمنونو شوو کورنیو غړي وايي چې نور ورته د ملکي وګړو تلفات د منلو وړ نه دي.
اعتراض کوونکو د ځینو قربانیانو جسدونه هم ورسره راوړي او په لښکرګاه ښار کې یې د عدالت غوښتنه کوله. دوی ویل چې په ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، چې د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی و. د قربانیانو خپل خپلوان وايي چې تر ډېره په پېښه کې ښځې او ماشومانو وژل شوي دي. سمیع الله چې په پېښه کې یې څو خپلوان وژل شوي او خور یې ټپي ده وايي، د شپې لس بجې وې چې برید وشو. نوموړی وايي: ((یو وراره مې شهید شوی، دری نور خپلوان مو هم شهیدان شوي، د کاکا لور او د کاکا لمسۍ مې شهیده شوې ده، خور مې ټپي ده)).
د موسی کلا اوسېدونکي نجیب الله بیا خبریالانو ته ویلي، پر هغه کور برید وشو، چې ټول ملکیان، په تېره بیا ښځې او ماشومان پکې وو. نوموړی وايي: ((پر هغه ځای چې برید وشو، ټول ښځې او ماشومان پکې وو، په هغه کور کې یوازینی نارینه زه وم، نور ټول ښځې او ماشومان وو)).
داسې کورنۍ هم شته چې په دې پېښه کې یې اووه غړي وژل شوي او یوازې یو ماشوم یې ژوندی پاتې دی. د موسی کلا اوسېدنکی محمد رفیق وايي: ((دلته د عبدالرحمن د کورنۍ اووه غړي ځای په ځای وژل شوي یوازې یو ماشوم یې ژوندی پاتې دی)).
د هلمند اوسېدونکو په دې اعتراضونو کې له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په خپلو عملیاتو کې له پوره دقته کار واخلي. د هلمند قومي مشر امیر محمد اخندزاده وايي، طالبان، ملګري ملتونه او افغان حکومت دې نور د هلمند پر حال زړه وسيځي. نوموړی وايي: ((دا د دوی ماشومان نه دي؟ نور دې طالبان، ملګري ملتونه او حکومت زموږ د خلکو پر حال زړه وسیځي. نور دې د افغانانو وژنه ودروي)).
هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د جګړې له امله سخت زیانمن شوی دی. سلګونه ولسي وګړي په دې جګړو کې وژل شوي او زرګونو کسانو د دغه ولایت له بېلو سیمو نورو ولایتونو ته کډې کړې دي. وروستی برید خورا بوږنوونکی و، چې ډېرو سیاسیونو او مدني فعالانو هغه وحشت او د افغانانو قتل عام وباله. ولسمشر غني هم تېره ورځ پر دغه برید غبرګون وښود او زیاته یې کړه، چې ملکي مرګ ژوبله نوره ورته د منلو وړ نه ده او د یادې پېښ د پلټنې سپارښتنه یې هم کړې ده.





























