د هندو ورځپاڼې د افغانستان په اړه خپله مقاله کې ویلي، طالبان له اتلس کلنو جګړو وروسته د خپل سیاسي مشروعیت زیاتولو په درشل کې دي. ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې دې ډلې په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې ده او د ځواکمنو هېوادونو له ایتلاف سره یې جګړه کړې ده خو د وخت په تېرېدو سره په دوامداره توګه د خپل سیاسي مشروعیت زیاتولو هڅه کوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې وروستي سفرونه ښه بېلګه ده. مطلب کاږي، طالبانو د سیمې هېوادونو ته په خپلو سفرونو سره د خلکو په ذهنونو کې خپل هغه تصویر څه ناڅه بدل کړی دی چې تر دې پخوا د دې ډلې په اړه موجود و. مطلب کې دغه راز ویل شوي، دا د طالبانو لپاره غوره چانس دی څو دې جګړې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېږدي، ځکه چې په وینا یې له دې جګړې امریکا هم ستړې شوې ده او یاده ډله یې په خپلو تېروتنو باید یوې بلې جګړې ته مجبوره نه کړي.





























