د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د ولسمشر غني پر ټاکنیز دفتر چاودنې درې کسان وژلي او اووه تنه نور یې ټپیان کړي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر ویلي، چاودنه تېر ماښام ناوخته د ولسمشر غني پر ټاکنیز دفتر شوې ده. نوموړي ویلي، پېښه د هغه ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې د یاد دفتر پر دیوال نښلول شوی و. د ناصر په خبره، وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي چې یو ماشومام هم پکې شامل دی. تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.





























