د اسیا انکشافي بانک د اوبو د مدیریت لپاره له افغانستان سره ۳۴۸ میلیونه ډالر مرسته کوي. د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسیا پراختیايي بانک او مالیې وزارت یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې یې یاد بانک د اوبو د مدیریت په برخه کې له افغانستان سره ۳۴۸،۷۸ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته کوي. د اسیا پراختیايي بانک وايي چې په دې پیسو به د کندهار د دهلې بند رغول کېږي او د اوبو په غوره مدیریت کې به ګټه ترې اخیستل کېږي. دهله د هېواد په کچه دویم ستر بند دی، چې له کلونو راهیسې یې وخت ناوخت د رغولو چارې روانې وي. د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد همایون قیومي په دې مراسمو کې ویلي چې د اسیا د پراختیايي بانک په دې بلاعوضه مرسته به یاد بند رغول کېږي او همدا راز به د اوبو د سرچینو د دایمي مدیریت او تنظیم لپاره له دې پیسو استفاده کېږي.