د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یو شمېر سیاستوالو د غوښتنې په ځواب کې چې ویلي یې وو، ولسمشریزې ټاکنې باید وځنډول شوي ویلي، ټاکنې د ولس حق دی او د تلې په شپږمه به ټاکنې ترسره کېږي. د صدیقي په وینا سیاسي څېرې باید ولس وهڅوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. د ولسمشر ویاند دغه راز وايي چې سولې او دایمي ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار د مشروع حکومت لرل دي چې هغه له ټاکنو پرته نه شي جوړېدلی. ارګ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې نا امني او فساد د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په لار کې ستر خنډ دی. په دې وروستیو کې ګڼو سیاسیونو ویلي، چې سولې ته باید تر ټاکنو لومړیتوب ورکړل شي، ځکه اوسنۍ ټاکنې به عادلانه او سرتاسري نه وي او ښایي هېواد له بحران سره مخ کړي.





























