د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي تادامیچي یاماموتو په دوحه کې له طالبانو سره په لیدنه کې له دغې ډلې غوښتي چې په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او په دغه پروسه کې د ټولو ښکېلو ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي. د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې یامامتو تېره سه شنبې له طالبانو سره لیدلي دي. نوموړي ویلي، د رایې ورکولو پر مرکزونو او په ټاکنو کې پر ګډون کوونکو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د دې شونتیا شته چې دا جنګي جنایت وګڼلی شي. هغه زیاته کړې، د دغه ډول کړنو عاملین باید ځواب ویونکي وي او په همدې وجه طالبان باید له هر هغه ګام ډډه وکړي چې د ټاکنو د ګډوډېدو لامل ګرځي. ملګري ملتونه له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د ټاکنو پر ورځ تاوتریخوالی کم کړي او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې پر ټاکنیزو فعالیتونو د بریدونو خبرداری ورکړی دی.





























