آذربایجان وایي دوی افغانستان ته د امریکایانو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځ ته کوي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره امریکایي کاروانونو ته امنه لار برابرولی شي او امریکايي ځواکونه کولی شي له دې لارې استفاده وکړي. ددغه هېواد په خبره امریکايي ځواکونه کولی شي له دې لارې خپل سرتېري وباسي او یا په افغانستان کې خپلو شته سرتېرو ته اکمالات وکړي. دغه هېواد دا هم ویلي چې له افغانستان سره د اقتصادي او بنسټیزو پروژو د پراختیا او رامنځ ته کېدو په برخه کې همکاري کوي او تل یې هڅه کړې چې له افغانستان سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري. آذربایجان په منځنۍ اسیا کې هغه هېواد دی چې په سیمه کې له امریکا سره د بل هر هېواد په پرتله ښې ديپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري.





























