روسیه وایي افغانستان د ګواښونو د مخنیوي لپاره لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال ویلي، افغانستان له بهرنیو مرستو پرته د ترهګرو په ځاله بدلېدلی شي. دده په خبره د شانهګهای سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او ددې وېره شته چې ددغه هېواد شمالي ولایتونه د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شي. د لاوروف په وینا بهرنیان باید له افغانستان سره مرسته وکړي، څو دغه ترهګر وځپي او په یاد هېواد کې د پښې ځای پیدا نه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په شمالي ولایتونه کې روان وضعیت د منځنۍ اسیا امنیت هم له ګواښ سره مخ کولی شي نو په کار ده چې ټول په ګډه له افغان حکومت سره په همکاري دغه تهدیدونه له منځه یوسي. لاوروف اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي د افغانستان شمالي ولایتونه دداعش ډلې په مرکزونو بدل شي او ټولې سیمې ته ګواښ متوجه کړي.





























