افغان چارواکي وایي چې د تورخم دروازه به د ټاکنو تر ترسره کېدو پورې تړلې وي. دا دروازه چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني چارواکو له لوري د څلورویشت ساعتونو لپاره د سوداګرو پر مخ خلاصه شوې وه نن افغان چارواکو ویلي چې دا دروازه به د دوو ورځو لپاره تړلې وي. د ننګرهار ولایت مقام د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دا دروازه یې د ټاکنو د امنیت لپاره تړلې ده. په ورته وخت کې د پښتونخوا د کډوالو ریاست هم ویلي چې د دې دروازې د تړل کېدو خبر ور رسېدلی دی. چارواکي وایي، خلک دې تورخم ته له ورتګه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو سره مخ نشي.





























