ناټو وايي د سولې د خبرو د بېرته پيلېدو ملاتړي دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل کړل شي او دوی په دې برخه کې همکاري کوي. د نوموړي په خبره دا به ډېره ښه وي چې افغان جګړه د خبرو پر مټ حل شي، ددې پر ځای چې دواړه لوري د جګړې له لارې ځان بریا ته ورسوي. سټولټنبرګ وایي افغان جګړه نوره باید د خبرو له لارې حل شي او دوی یې ملاتړي دي. د ناټو مشر دغه راز وايي د سولې خبرې د یوې ښې هوکړې د رامنځ ته کېدو لپاره ځنډېدلې دي. دده په وینا د یوې ښې هوکړې رامنځ ته کېدل وخت غواړي او په دې کې بېړه نه ده په کار. سټولټنبرګ یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي.





























