پاکستان یو ځل بیا پر کونړ تر درې سوه ډېر توغندي توغولي دي. د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې پاکستاني پوځ له تېرې ورځې راپدیخوا د کونړ پر شلتن ولسوالي ۳۱۰ توغندي توغولي دي. د شلتن ولسوال ګل خان توحیدي ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې پر دغې والسوالۍ د پاکستاني پوځ له لوري توغندي توغول کېږي چې یو یې تېره شپه پر یو جومات لګېدلی دی. د هغه په خبره په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. نوموړي ویلي، ماشومان د دیني زده کړو لپاره په یاد جومات کې اوسېدل. د کونړ ولایت مقام هم د دې خبر پخلی کړی دی.





























