مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ډیورند کرښې له هغې غاړې پر کونړ ولایت راکټي بریدونه، چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې غندلي دي. د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه بریدونه چې تکراراً ترسره کېږي د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو موازینو خلاف عمل دی. کرزی همداراز د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د دغه راز اعمالو له تکراره چې د دواړو هېوادونو روابط به لا زیانمن کړي، ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر کونړ ولایت د پاکستان له لوري په توغول شویو توغندیو کې ۳ ماشومان وژل شوي دي. د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د پاکستان پوځ له وړمې ورځې راپدېخوا د کونړ پر شلتن ولسوالي ۳۱۰ توغندي توغولي دي.





























