په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام اندېښنه ښيي او د جګړې په ښکیلو خواوو د وګړو د خوندیتابه غږ کوي. دې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي، روانه میلادي میاشت د جنګ د دواړو غاړو په بریدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو وضعیت بوږنونکی دی. په اعلامیه کې د یوناما د مشر تادامیچي یاماماتو له قوله ویل شوي د جنګ ښکېلو خواوو له خوا ولس ته رسېدلې مرګ ژوبله بوږنوونکې ده. نوموړي پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ولسي مرګ ژوبلې مخنیوي ته دې جدي پام وکړي. د ملګرو ملتونو د استازي دې بیان کې د پروان، زابل، هلمند او ننګرهار پېښو ته اشاره شوې ده.





























