د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، له تخنیکي اړخه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ نن د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې د یادو ټاکنو د ښه تر سره کېدو لپاره یې یولک ۴۴زره او ۱۴۶ تنو ته د نظارت کارتونه ورکړي دي. هغه وویل، چې د ټاکنو په ورځ په ۴۴۶ اداري واحدونو کې ټاکنې تر سره کېږي، چې زیاتو واحدونو ته یې ټاکنیز توکي رسېدلي او یوازې ۱۰۲ اداري واحدونه پاتې دي، چې د نن ورځې تر پایه به ټول مواد ورته ولېږدول شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د نظارت او مشاهدې لپاره ۲۰۶ ملي او نړیوالو بنسټونو ته اعتبار لیکونه هم ورکړل شوي دي. هغه وویل، چې د یادو کسانو له ډلې ۷۴ تنه یې بهرني مشاهدین او ۸۵ نور یې نړیوال مېلمانه دي.





























