د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې ټول افغانان، ښځې او نارینه پرېږدي چې خپلې رايي وکاروي. د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې د عمومي منشي انتونیو ګوترش له قوله ویل شوي، دا ځکه مهمه ده چې افغانستان هڅه کوي یوه ټول شموله دیموکراتیک نظام ته ننوځي. ګوترش ویلي، د رایې ورکولو پر مرکزونو او کارکوونکو بریدونه د منلو نه دي. بل لور ته افغان چارواکي وايي، د نننیو ټاکنو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په نننیو ټاکنو کې د درغلیو مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او د تکنالوژۍ پر مټ کولای شي، د خیالي او څو ځلې رایو پېژندنه وکړي. پر همدې مهال امنیتي مسوولینو د دغو ټاکنو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او له خلکو غواړي چې ټاکنو کې ګډون وکړي.





























