ولسمشر غني چې نن یې په اماني لیسه کې خپله رایه وکاروله خبریالانو ته وویل، په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخیستل د افغانستان اساسي قانون ته د ژمنتیا په مانا ده. نوموړي پر ټولو خلکو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل سیاسي مسوولیت ترسره کړي. ولسمشر غني دغه راز وویل، چې دا ځل د ټاکنو ستره برخه مالي لګښتونه د افغانستان له بودیجې تامنیږي او ځینو هېوادونو مالي مرستې هم کړې دي. هغه له ټولو مالي ملاتړو، په تېره له جاپان، برېتانیا او امریکا مننه وکړه چې په دې ولسواکه پروسه کې یې همکاري او مالي ملاتړ کړی دی. نوموړي دغه راز وویل، چې درغلي په ټاکنو کې جرم ده او مجرمین به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.





























