د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې زهره بیان شینوارې خبریالانو ته ویلي، دوی د شفافو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دي او د خلکو شکایتونو ته ارزښت ورکوي. نوموړې نن سهار د رایې اچونې پر مهال وویل، په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې ددوی استازي او شکایت پاڼې شته دي، چې خلک کولی شي له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې خپل شکایتونه ثبت کړي. هغې همدا راز وویل، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تلیفوني خدمات هم د رایې ورکوونکو په چوپړ کې ده او خلک کولی شي د اړیکو نیولو له لارې خپل شکایتونه ثبت کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه پراخې اندېښنې موجودې دي.





























