بي بي سي انګلیسي په امریکا کې د خپلو خبریالانو له خولې لیکلي، امریکایي چارواکو ورته ویلي دوی په افغانستان کې روانو ټاکنو ته په ښه سترګه ګوري خو هیله لري دغه ټاکنې بحران ته لاړې نه شي. د سرچینې په وینا امریکایي دپيلوماتان او د ټرمپ د حکومت چارواکي ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید شفافې ټاکنې ترسره شي او تمه لري چې د ټاکنو د کړکېچ شاهدان نه وي. امریکایي چارواکو داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تر دې وړاندې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او ديپلوماتانو تر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکاوه. خو د سولې د خبرو تر ماتېدو وروسته یې له ټاکنو ملاتړ وکړ او له ټاکنیزو کمیسیونونو سره یې مالي مرستې هم وکړې.





























