له سختو امنیتي ستونزو سره سره، په هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې، خو د خلکو ګډون پکې کمرنګه و. سره له دې چې د ولس اکثریت سولې ته لومړیتوب ورکاوه، خو حکومت تر سولې پر ټاکنو زیات ټینګار کاوه. له دې سره هممهاله وسله والو طالبانو د ټاکنو د تر سره کېدو په تړاو ولس ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې ټاکنې به ګډوډوي. له همدې امله په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و او کم شمېر افغانانو په دې ټاکنو کې برخه واخیسته.
د راپورونو له مخې، پرون سهار اووه بجې د هېواد په ولایتونو او مرکزونو کې اکثریت مرکزونه پرانیستل شول او خلک رایې اچونې ته ورتلل. له دې سره په کابل کې نوماندانو او لوړپوړو حکومتي چارواکو هم خپله رایه وکاروله. ولسمشر غني د رایې اچونې پر مهال پر ولس غږ وکړ، چې له خپل حقه استفاده وکړي او په ټاکنو کې ګډون وکړي. د غني په خبره، دا لومړی ځل دی چې د ولسمشریزو ټاکنو ستره برخه لګښتونه د حکومت له بودیجې ورکول کېږي او کمه برخه یې له بهرنیو مرستو تامین شوې ده. د ولسمشر غني په خبره، دا ټاکنې به شفافې وي او هیله یې څرګنده کړه، چې افغانستان د ثبات پر لوري بوځي. ولسمشر غني دا هم وویل، چې یو قوي حکومت کولی شي، د سولې په برخه کې تر ټولو موثر ګامونه اوچت کړي.
اجرایه رییس او د ولسمشر غني ټاکنیز سیال ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبریالانو ته وویل، چې په ځینو برخو کې ستونزې موجودې دي، خو دی هیله لري چې ټاکنیز کمېسیونونه په پوره بې طرفۍ کار وکړي او د ولس حق ته درناوی وکړي. تر اجرایه رییس وروسته، د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار هم خپله رایه وکاروله او په خبره یې په ټاکنو کې د درغلیو لپاره پوره تیاری نیول شوی دی او ځینې نوماندان غواړي چې پلان شوې درغلي تر سره کړي.
خو د نوماندانو له څرګندونو سره سره، په هېواد کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې په ډېری مرکزونو کې چې په تېرو ټاکنو کې به سلګونه کسان په کتارونو کې ولاړ و، دا ځل یوازې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي حضور لري. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار بیا تېره ورځ ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د شمېرو له مخې څه باندې ۲۰ میلیونه وګړي د رایې اچونې له حقه محروم شوي دي». هغه زیاته کړې، کومې شمېرې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له آدرسه خپرېږي، ناسمې دي. تر اوسه د هغو کسانو شمېر نه دی معلوم شوی، چې په پرونیو ټاکنو کې یې برخه اخیستې وه، خو ځینې سرچینې وايي چې ښايي د یو نیم میلیون په شاوخوا کې وګړو به په ټاکنو کې برخه اخیستې وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، دوی هېڅ ډول تقریبي شمېرې نه خپروي، خو کله چې ټولې رایې او د مرکزونو معلومات مرکزي سرور ته راشي، نو دوی به مطلقې شمېرې خپرې کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دوی خپلې چارې په پوره ژمنتیا په سمه توګه تر سره کوي او په خبره یې که تخنیکي ستونزې پیدا نه شي، په څو ساعتونو کې به د ټولو مرکزونو پایلې مرکزي سرور ته راورسېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم دا مني، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو په خبره یې له امنیتي ګواښونو سره سره، د خلکو ګډون د ستاینې وړ دی. دوی وايي، د خلکو کمرنګه ګډون د ټاکنو مشروعیت ته زیان نه شي رسولی.
بل پلو ځینو هېوادونو هم د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو غبرګون ښودلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت په یوه پیغام کې ویلي، دوی له ګواښونو سره سره په ټاکنو کې د خلکو ګډون ستایي او د دې هیله لري چې دغه ټاکنې افغانستان ته دایمي ثبات راولي. سفارت د ټاکنو پر ګډون کوونکو او دغه راز نوماندانو غږ کړی، چې د ټاکنو پایلې ومني او د افغانستان قوانینو ته درناوی وکړي.
بلخوا وسله والو طالبانو بیا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دوی بریالي شوي چې ټاکنې ګډې وډې کړي او د خلکو ګډون کمرنګه کړي. د دوی په خبره، دوی تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ټاکنو ته اجازه ور نه کړه او ډېر عملیات یې هم تر سره کړي دي.
د هېواد دفاعي او امنیتي چارواکو بیا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده. دوی ویلي، د وسله والو طالبانو لسګونه عملیات یې خنثی کړي دي او د امنیت په تامین کې بریالي وو. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو فعالیتونه او کړنې ستایلې دي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې په راتلونکو دریو اونیو کې به وروستۍ پایلې اعلان کړي او په خبره یې ټولو ټاکنیزو شکایتونو ته به رسیده ګي کېږي.





























