ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته د ټاکنو په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې پر طالب وسله والو غږ وکړ، چې نور دې د افغانانو وژل پرېږدي او د سولې له پروسې سره دې یو ځای شي. دده په خبره افغان جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او طالبان باید په دې مسئله باور ولري. ولسمشر غني همدا راز افغانانو ته د ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي ویلي ده او په خبره یې دغه ټاکنې بریالۍ وې او د خلکو ګډون پکې د پام وړ و. نوموړي له ټاکنیزو کمیسیونونو هم مننه وکړه چې خپله دنده یې په سمه توګه سر ته رسولې ده او پر نوماندانو یې غږ وکړ چې پایلې ومني او قوانینو ته درناوی وکړي.





























