اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ټاکنو پر ترسره کېدو خوښي څرګنده کړې ده. په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي پيري مایودین په خپله تازه مرکه کې ویلي، سره له دې چې د ټاکنو په لار کې خنډونه موجود و، خو بیا هم ټاکنې په سمه فضا کې ترسره شوې او اروپايي ټولنه په دې کار خوښه ده. دده په خبره له ستونزو سره سره، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ولسواکۍ، ټاکنو او سولې ملاتړ کوي. مایودین ویلي، ولسمشریزې ټاکنې د سولې لپاره هم مهمې دي. هغه ویلي اروپايي ټولنې په دې ټاکنو کې هم د محدود نظارت تر څنګ مالي همکاري هم کړې ده او هیله لري چې دغه ټاکنې په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات سبب شي. د اروپايي ټولنې استازي د افغانانو زړه ورتوب هم ستایلی دی او په خبره یې له امنیتي ګواښونو سره سره افغانانو خپله رایه وکاروله او د خپل هېواد د راتلونکې لپاره هیله من دي.





























