له طالبانو سره د امریکا د خبرو تر درېدو وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د دې خبرو له درېدو وروسته په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو حضور اړین دی. هغه هیله ښودلې چې هر څه ژر له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته له سره پیل شي څو د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو او یا کمولو ته زمینه برابره شي. نوموړي ویلي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري نو دوی هیله من دي چې دې جګړې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېښودل شي. سټولټنبرګ زیاته کړې، دوی له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل کېدو هرکلی کوي خو په دې شرط چې دا ډله هم په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی په افغانستان کې تر ډېر وخت پورې پاتې کېدلو ته لیوالتیا نه لري او هغه وخت به ځواکونه له افغانستانه وباسي چې مناسب شرایط برابر کړل شي.





























