یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسمشریزې ټاکنې؛ ټولې رایې شمېرل شوې، تر دوو میلیونو ډېرو خلکو ګډون کړی دی

سپتمبر 30, 2019
in افغانستان
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په ټولو مرکزونو کې رایې شمېرل شوې دي او له مرکز سره د شریکېدو په حال کې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې له څو ولایتونو پرته نور د ټولو ولایتونو رایې مرکز ته رسېدلې دي او دوی به یې څېړنه او شمېرنه پیلوي. د کمېسیون په خبره، د دوی شمېرې ښيي چې تر دوو میلیونو ډېرو کسانو په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخیستې ده او دا د دوی لپاره ښه زېری دی.

سره له دې چې په ټاکنو کې د خلکو پر کمرنګه ګډون بحثونه کېږي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د رسېدلو شمېرو له مخې، تر دوو میلیونو ډېرو وګړو په رایې اچونه کې برخه اخیستې ده او د کمرنګه ګډون په تړاو اندېښنې بې ځایه دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په ځینو سیمو کې د ارتباطي ستونزو له امله د رایو شمېره له مرکز سره نه ده شریکه شوې، چې د نن ورځې تر پایه ښایي له دوی سره شریکه کړل شي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال مشر عصمت الله مل وايي، د کابل د ټولو ولسوالیو او ځینو ولایتونو اړوند اسناد مرکزي ته دفتر ته ور رسېدلي او د نورو د لېږدولو بهیر روان دی. د مل په خبره، تر دغې شېبې د شاوخوا دریو زرو رايې مرکزونو د لومړنیو شمېرو له مخې، تر دوو میلیونو ډېرو کسانو په تاکنو کې ګډون کړی دی. د پاتې کابو دوو زرو مرکزونو د شمېرو په ور زیاتولو به د رايو ورکوونکو ټولیز شمېر وروسته معلوم شي. نوموړي وویل: «په ټول هېواد کې له ۳۷۴۶ مرکزونو ۲۱۹۶۴۶۳ کسانو د رایې ورکونې په پروسه کې ګډون کړی دی. خو د پاتې مرکزونو د رایو په را رسېدو سره به د مرکزونو او رایې ورکوونکو شمېره نوره هم لوړه شي».

کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ هر نوماند په رایو کې خپله ونډه لري، خو لا هم د هغوی د رایو د سلنې، یا ګټنې یا بایلنې په اړه څه ویل تر وخت وړاندې دي. کمېسیون دغه راز پر هغه چا چې نوماندانو ته د بري مبارکۍ ورکوي، نیوکې کړې او په کلکه یې غوښتنه کړې چې د رسمي شمېرو او پایلو تر اعلان وړاندې، غیر مسولانه څرګندونې ونه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني چې په دا ځل ټاکنو کې د تېرو ټاکنو په پرتله، د خلکو ګډون کمرنګه و، خو په خبره یې ټاکنې شفافې دي او هېڅ ډول خیالي رایې نه دي کارول شوې. د ټاکنو کمېسیون د کمیشنرانو په خبره، په ځینو مرکزونو کې چې رایې او صندقونه تر دې دمه پاتې دي، د لاسوهنې وړ نه دي او که څوک د تقلب هڅه وکړي، نو کمېسیون یې په اسانۍ سره پېژندلی شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ بیا په دې خبري کنفرانس کې وویل، چې ټولې رایې مرکز ته د رسېدو په حال کې دي او سر له سبا به د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د رایو شمېرنه پيل شي. د نوموړې په خبره، په لومړي سر کې د کابل رایې شمېرل کېږي او تر هغه به د نورو مرکزونو رایې هم کابل ته را ورسېږي.

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شفافیت ډاډ ورکوي، خو ځینو نوماندانو او ټاکنیزو فعالانو د ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ځینو نوماندانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې په ټاکنو کې د منظم تقلب لپاره پلان جوړ شوی و او په ډېری مرکزونو کې پراخه درغلي شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا پر نوماندانو غږ کړی دی چې خپل شکایتونه او اسناد د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره شریک کړي او دغه کمېسیون به د درغلیو او تخلف اړوند اسناد څېړي.

Tags: featured
Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ترکيې خارجه وزير: تمه کېږي د سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې نوي غړي شامل شي

اگست 9, 2026

ايران: له عمان سره توافق ته نږدې شوي یوو

اگست 9, 2026

د صربيا او اوکريان ولسمشرانو سره وکتل

اگست 9, 2026

د امريکا مرستيال ولسمشر: د ايران او امريکا شخړه لا د ”لوبې په منځنۍ مرحله“ کې ده

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In