پر سیاسیونو د افغانانو بې باوري په ټاکنو کې د کمرنګه ګډون تر ټولو ستر لامل دی. واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې د افغانستان ټاکنو ته کتنه کړې ده او وایي چې دا ځل په تېرو اتلسو کلونو کې تر ټولو کمو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی. د سرچینې په وینا په ټاکنو کې د کمرنګه ګډون تر ټولو ستر لامل پر سیاسیونو او نوماندانو د خلکو بې باوري ده. په مطلب کې راځي افغانان تر ډېره له هېڅ هغه نوماند سره علاقه نه لري چې په دې ټاکنو کې یې ځانونه نوماند کړي دي. واشنګټن پوسټ دغه راز لیکي، چې د طالبانو تهدیدونه په ټاکنو کې د کمو خلکو د ګډون بل لامل و. د اسیاسي چارو څېړونکي مایکل کوګلمن واشنګټن پوسټ ته ویلي دي، ورځ پر ورځ پر افغان سیاستوالو د خلکو باور کمېږي او لامل یې هم دا دی، چې دوی پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او د خلکو هيلې نه شي پوره کولی. دده په خبره په ټاکنو کې کمرنګه ګډون ددې خبرې ښه ثبوت دی.





























