د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د ولسمشريزو ټاکنو د رايې اچولو په بهير کې د بېلابېلو ولايتونو په ۳۷۳۶ مرکزونو کې دوه ميليونه، ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايه اچولې ده. دغه معلومات، تېره ورځ ناوخته د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې ورکړل. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د بدخشان، تخار، فارياب، کندوز او فراه سره يې اړيکه تراوسه پورې د مخابراتي شبکو د انتنونو د قطع کېدو له امله نه ده شوې. وړمه ورځ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، چې له ۱۸ ثبت شويو نوماندانو څخه د ۱۳ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزه سیالي ترسره شوه. سره له دې چې په ټاکنو کې د کمرنګه ګډون په اړه اندېښنې څرګنديږي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دا مسئله د ټاکنو پر مشروعیت منفي اغېز نه شي کولی.





























