په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اورلګېدنې له امله درې افغانان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه اور د یونان په یوه ټاپو کې لګېدلی چې تر ډېره د کډوالو کمپونه پکې جوړ شوي دي. په پېښه کې ټول پنځه کسه وژل شوي چې درې یې افغانان دي. تر اورلګېدنې وروسته کډوالو د یونان د حکومت پر ضد لاریون کړی دی او په خبره یې دوی د کډوالو په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کوي. د یونان حکومت ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به یې ژر له رسنیو سره شریک کړي.





























