ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړې، خو ځینې نوماندان لا له وړاندې ځانونه بریالي بولي. دوی ادعا کوي چې په لومړي دور کې بریالي شوي دي او د دې اړتیا نشته چې ټاکنې دویم دور ته لاړې شې. له دې ډلې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله هغه کس و، چې تېره ورځ یې خپله بریا اعلان کړه. سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون د پایلو تر اعلان مخکې، د ځان بریالي اعلانولو او پایلې په اړه له څرګندونو نوماندان منعه کړي، خو عبدالله عبدالله خپله بریا اعلان کړه. له دې سره د امریکا متحده ایالتونو پر نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته منتظر شي او د خپلې بریا له اعلان باید ډډه وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې له مهالوېش سره سم به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو تر هغه وړاندې نوماندان نه شي کولی خپله بریا اعلان کړي. د کمېسیون د دې سپارښتنې پر خلاف، د ولسمشر غني په مشرۍ ټاکنیز ټیم او عبدالله عبدالله مخکې له مخکې ځانونه بریالي بللي دي. اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، وروستۍ پرېکړه به کمېسیون اعلانوي، خو د معلوماتو له مخې دوی تر ټولو ډېره رایه ګټلې ده. نوموړي ويلي: ((موږ په لومړي دور کې تر ټولو لوړې رایې ګټلې دي. وروستۍ پایلې به کمېسیون اعلانوي، خو موږ ګټونکي یو. راتلونکی حکومت به د ثبات او هممپالنې د ټیم له لوري مدیریت کېږي)).
تر دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند محمد اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح په یوه مرکه کې ویلي، دوی ټاکنې ګټلې دي. د ده په خبره، د دولت ساز ټیم په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې وړې دي او دوی د دې ټاکنو ګټونکي دي. امرالله صالح ویلي: ((زموږ معلومات ښيي چې له شپېتو تر اویا سلنه رایه دولت ساز ټیم وړې ده. موږ د ټاکنو ګټونکي یو، موږ به راتلونکی حکومت کنټرولوو او د دایمي ثبات لپاره به هڅه کوو)).
پرون ناوخته یو ځل بیا امرالله صالح په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او ټینګار یې وکړ، چې د ټاکنو پایلې باید ټاکنیز کمېسیونونه اعلان کړي. د ده په خبره، دوی قوانینو ته درناوی کوي او له همدې امله دې ته په تمه دي چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کارونه په پوره شفافیت تر سره کړي. صالح دغه راز وویل چې په ټاکنو کې یې مقابلو ټیمونو پراخه درغلي تر سره کړې ده او دوی یې په اړه شکایتونه د شکایاتو په کمېسیون کې ثبت کړي دي. نوموړي پر نورو نوماندانو هم غږ وکړ، چې خپل شکایتونه دې قانوني مراجعو ته وسپاري او په رسنیو کې دې د عامه اذهانو د مخشوشولو لپاره له دې مواردو استفاده نه کوي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د افغانستان پر ټاکنو غبرګون ښودلی دی. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په ټاکنو کې د افغانانو له ګډونه هرکلی شوی دی او پر نوماندانو غږ شوی چې قوانینو ته درناوی وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نوماندانو غوښتي چې د پایلو تر اعلان مخکې دې ځانونه بریالي نه بولي او په دې توګه دې د کشمکش سبب نه ګرځي. دغه وزارت له ستونزو سره سره، په ټاکنو کې د افغانانو ګډون ستایلی دی.
په همدې اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم پرون په یوه اعلامیه کې د ټاکنو د تر سره کېدو له امله افغانانو ته مبارکي ویلي وه او په ناامنۍ او ستونزو کې یې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون هرکلی کړی دی.





























