افغان حکومت یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال ویلي، افغان پوځ روانه جګړه ګټلی شي، خو بیا هم پر طالبانو غږ کوي چې جګړه د حل لار نه ده او باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي. نوموړي دغه مهمې غونډې ته ویلي چې طالبان لا هم د افغان ولس پر وړاندې جګړه کوي او په دې وروستیو کې یې پر هغه افغانانو هم بریدونه وکړل چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې برخه اخیسته. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان ځواکونه بریالي دي او تر بل هر وخت یې د خپلې خاورې ډېر مسوولیت پر اوږو دی. ده هیله څرګنده کړې چې د سولې پروسه مثبتې پایلې ولري او طالبان دې ته تیار شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. محب پر نړیوالو هم غږ وکړ چې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي او د سولې په خبرو کې هېڅ راز همکاري و نه سپموي.





























