امریکايي ملټري ټایمز مجلې په یوه اوږده مطلب کې د افغانستان جګړې ته کتنه کړې ده. د سرچینې په خبره په افغانستان کې د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي خو د جګړې ډګر بیا د بل هر وخت په پرتله تود شوی دی. سرچینې ته امریکايي چارواکو ویلي چې د افغان پوځ د روزنې ماموریت دوام لري خو تر څنګ یې د جګړې په ډګر کې د افغان پوځیانو ملاتړ هم ډېر شوی دی. ملټري ټایمز لیکي امریکايي او افغان ځواکونه په ګډه د جګړې په لیکو کې طالبان ځپي او له امله یې د ملکیانو تلفات هم ډېر شوي دي. سرچینه دا هم وايي چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت پياوړي شوي په تېره بیا افغان ځانګړي او کومانډو ځواکونه په ډېرو عملیاتو کې برخه اخلي او د ناټو خاص ملاتړ له ځان سره لري. ملټري ټایمز بیا هم وایي چې د جګړې د حل لپاره باید سیاسي لار پیدا شي او پر نظامي لارو ډېر ټینګار د هېچا په ګټه نه دی.





























