د امریکا د ملي امنیت ځینې کارپوهان وایي، د دوی ځواکونه نور نه شي کولی د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. سټیفان هیډلي او میشل فلورنوي، د افغان سولې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده او امریکایي چارواکو ته په خطاب کې یې ویلي، د افغان سولې خبرې مرګ ته مه پرېږدئ. یادو دوو امریکایي کارپوهانو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې افغان څلوېښت کلن بحران هغه وخت حل کېدای شي چې پخپله افغانان یې د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي. دوی زیاته کړې، طالبان په یاد هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره قوي دلیل یادوي په داسې حال کې چې ډیری امریکایان هم په دې جګړه کې ښکېل پاتې کېدل بې ګټې بولي، نو امریکایي ځواکونه باید ژر تر ژره له دې هېواده وایستل شي. دوی ویلي، امریکایي سیاستوال باید په دې پوه شي چې که له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک هم کړي نو په دې هېواد کې به تاوتریخوالی دوام ومومي. دوی زیاته کړې، قوي استخبارات او معقوله تګلاره د یو ضعیف افغان دولت تر پیاوړي ملاتړ ښه پایله لرلی شي.





























