د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې نوماندان دې د پایلو تر اعلان مخکې د ځان په ګټه وړاندوینې نه کوي. د یاد کمیسیون د دارالانشا رييس حبیب الرحمن ننګ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل، د ټاکنو د پایلو اعلان د دوی کار دی او څو پورې چې پایلې اعلانېږي نوماندان دې له حوصلې کار واخلي. هغه ویلي، دوی به د تلې په ۲۷مه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي، خو په خبره یې یو شمېر ستونزې شته، درې ورځې کېږي چې د نوماندانو د څارونکو په تمه دي، هغوی په ساحه کې هم نشته او په ناسمو شمېرو سره خلک اندېښمنوي. ننګ زیاته کړې، دوی پر خپل وخت د پایلو اعلان ته پوره چمتوالی لري او دغه راز به د ټولو شکایتونو د څېړلو لپاره هر ډول فرصت برابر کړي.





























