د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې زلمی خلیلزاد د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ پاکستان ته رسېدلی دی او ددغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې کوي. خلیلزاد تر دې وړاندې چین ته تللی و او هلته یې هم د افغان سولې په اړه بحثونه لرل. نوموړي تر دې وړاندې په نیویارک کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم د سولې په اړه خبرې کړې وې. بلخوا یو طالب پلاوی هم له قطر پاکستان ته روان دی. ددغه پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي. ښايي دوی په پاکستان کې له زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې مذاکراتو پر بیا پیلولو خبرې وکړي. طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د سیمه ییزو سفرونو په لړ کې ددوی پلاوی پاکستان ته سفر کوي. طالب پلاوي تر دې وړاندې مسکو، تهران او بیجینګ ته سفرونه کړي وو.





























