د امریکايي ځواکونو تر اتلس کاله حضور وروسته لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده. ديپلومات نشریې په افغانستان کې روانې جګړې او د هېواد اوسني وضعیت ته کتنه کړې ده. دغه نشریې په یوه اوږده مقاله کې لیکلي دي چې د امریکایي ځواکونو اتلس کلن حضور لا هم دغه سرتېري له جګړې نه دي خلاص کړي. سرچینه کاږي امریکایي ځواکونه د اتلسو کلونو په تېرېدو تر دې دمه داسې یوې جګړې ته ادامه ورکوي چې پای یې نه ښکاري. سرچینې دغه راز ویلي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو د جګړې په شدت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. ديپلومات د جګړو پر شدت او ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې خبرې بیا پيل شي او ددغه اوږدې جګړې پای راڅرګند شي





























