د راپورونو له مخې د نجراب ولسوالۍ په باعث خېلو کلي کې د ماین چاودنه شوې چې څلور ښځې او دوه ماشومان یې وژلي دي. وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وایي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري په کرنیزه ځمکه کې ځای پر ځای شوی و، چې د یوې کورنۍ پر غړو یې چاودنه کړې ده. دده په وینا شپږ کسه په دې پېښه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. سره له دې چې حکومتي چارواکي دا د طالبانو کار بللی خو یادې ډلې یې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.





























