د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت د سیمې او نړۍ له با نفوذه هېوادونو سره خبرې روانې کړې څو وکړی شي په دې توګه طالبان مخامخ خبرو ته تیار کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د خپلو سفارتونو له لارې د سیمې او نړۍ له ځينو هېوادونو سره په دې اړه خبرې کړې چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړي. ده یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر ټاکنو وروسته به د سولې هڅې نورې هم چټکې شي. احمدي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان حکومت ته یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې د منلو وړ دي.





























