د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې بې بایومتریکه رایې باطلې اعلان کړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې حاکمو ټیمونو په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده نو ځکه باید کمیسیون شفافیت او قانون ته ژمن وي. دده په وینا د قانون له مخې یوازې هغه رایې د باور وړ دي، چې بایومتریک شوې وي. حکمتیار ټینګار کوي، چې دوی ته هم یوازې بایومیتریک شوې رایې د منلو دي او هغه حکومت به هېڅ وخت و نه مني، چې په درغلۍ جوړ شي. حکمتیار ادعا کوي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزو ټیمونو پراخه درغلي کړې ده او د ټاکنو کمیسیون باید سمې او ناسمې رایې سره جلا کړي. نوموړي همدا راز ویلي چې یو شمېر بهرني ديپلوماتان د افغانستان د ټاکنو په اړه څرګندونې کوي چې دا د دوی ښکاره مداخله ښيي او باید له دې کار ډډه وکړي.





























