د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وايي، د ځینو نوماندانو له غیر مسوولانه او بېړنیو څرګندونو د بحران بوی راځي. فرامرز تمنا یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده نو د ټاکنو کمیسیون دې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. دده په خبره یوازې بایومیتریک شوې رایې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ دي او تر هغه پرته نورې رایې باطلې او درغلي ده. فرامرز تمنا دا هم وویل، چې د ځینو نوماندانو له بېړې، خام سیاست او عجولانه څرګندونو د بحران بوی راځي او دا مسئله د هېواد په ګټه نه ده. ده پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او له وخت مخکې غیر مسوولانه اعلانونه یې د هېچا په ګټه نه دي.





























