د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې د ټاکنو د پایلو اعلان د دوی کار دی او له نوماندانو یې غوښتنه کړې چې تر وخت مخکې وړاندوینې نه کوي. مولانا دغه راز د رایې ثبتونې د ډیجیټلي سیسټم په اړه هم معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې په دغه مرکز کې به ډیجیټلي او فزیکي پایلې سره پرتله کېږي. نوموړي وویل، کمیسیون د هرې رایېپاڼې مسوول دی او باید کمیسیون ته یې بېرته راټولې کړي. په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ ویلي چې د ټاکنیزو توکو بېرته رالېږد د ولایتونو مرکزونو ته بشپړ شوی او له پلان سره سم به د روانې میاشتې تر ۱۳مې د ټاکنو مرکزي دفتر ته په بشپړ ډول ولېږدول شي.





























