هند وايي دوی یوازې د سولې د هغه بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه وي او افغانستان ته دایمي ثبات راولي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، په دې برخه کې جدي دي چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي. دده په خبره هغه خبرې ورته د منلو وړ دي، چې په افغانستان کې اتلس کلنې لاس ته راوړنې وساتي، د ثبات سبب شي او له دغه هېواد جګړې ورکې کړي. جي شنکر دغه راز ویلي چې دوی د سولې په برخه کې همکاري کړې ده او لا هم همکارۍ ته ادامه ورکوي. دده په خبره افغانستان له هند سره تاریخي اړیکې لري او هېڅوک دا اړیکې نه شي زیانمنولی.





























