د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو هرکلی کړی دی. دغه شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ولسواکۍ او دایمي پرمختګ لپاره یو مهم ګام و. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ټاکنو په ورځ د افغانانو، د ټاکنیز بهیر د کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او ناظرینو زړورتیا ستایلې ده. سرچینه کاږي چې افغانانو له سختو امنیتي تهدیداتو سره سره په ټاکنو کې برخه واخیسته او د خپل هېواد د راتلونکې لپاره هیله من دي. امنیت شورا هیله څرګنده کړې چې د ټاکنو کمیسیون دې شفافیت او قوانینو ته په کتو خپلې چارې مخ ته یوسي. دغه نړیوال بنسټ پر نوماندانو هم غږ کړی چې قوانینو ته درناوی وکړي، هغه هوکړې عملي کړي چې له ټاکنو کمیسیون سره یې لاسلیک کړې او د کمیسیون پرېکړې ته د په تمه شي.





























