د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، داعش دمګړی په افغانستان کې ستراتيژيک دښمن نه دی او دوی یې پر وړاندې مبارزه کوي. دده په وینا طالبان دمګړی په افغانستان کې تر ټولو ستره وسله واله ډله ده، چې نورې وړې ترهګرې ډلې یې تر چتر لاندې فعالیت کوي. هغه زیاته کړې که په افغانستان کې ،د سولې خبرې په سمه توګه مخ ته یوړل شي او بریالۍ شي نو ټولې ترهګرې ډلې ختمېدلی شي، خو که ناسمې مخ ته لاړې شي او ټول اړخونه یې و نه ارزول شي بیا دداعش ډلې د پياوړتیا سبب کېدای شي. د محب په وینا په دې صورت کې به یوه برخه طالبان سوله وکړي، خو یوه برخه به جګړې ته ادامه ورکړي چې ښایي له داعش ډلې سره یو ځای شي. نوموړي ویلي د افغانستان د سولې مسئله خورا حساسه ده او په دې کې بېړه افغانستان د ستونزو او بلې جګړې لور ته بوولی شي.





























