د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان یې ددې لپاره رابللي چې د سولې تېر پړاوونه و ارزوي او د بیا پيل لپاره یې سلا مشورې وکړي. په اعلامیه کې راځي چې طالبان به د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره پر همدې موضوع خبرې کوي او هڅه به کېږي د خبرو د بیا پيل لارې چارې وارزول شي. په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی هم په اسلام اباد کې دی. طالبانو ویلي که خلیلزاد وغواړي دوی ورسره ګوري. خو د خلیلزاد دفتر دا رد کړې چې ګواکي په پاکستان کې به له طالب استازو سره ګوري.





























