د امریکا د کانګریس یوه پلاوي د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د امریکا د کانګریس یو پلاوی د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره په پاکستان کې دی او هلته یې د بهرنیو چارو له وزریر محمود قریشي سره کتلي دي. په دغه پلاوي کې مشهور امریکايي سناتوران شان پاتریک او جیمز هایمس شامل دي. سرچینې په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. د امریکا د کانګریس غړو داسې مهال د افغان سولې په اړه پاکستان ته سفر کړی دی، چې تر دې وړاندې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو باندې سختې نیوکې لرلې. دوی ویل زلمی خلیلزاد له طالبانو سره مذاکرات مخ ته وړي خو په اړه یې هېڅ راز معلومات د امریکا له کانګریس او یا خلکو سره نه شریکوي. دوی په همدې تړاو څو ځله له زلمي خلیزاد غوښتنه کړې وه، چې د وضاحت لپاره کانګریس ته ورشي.





























