د کورنیو چارو وزارت وایي دغه سرتېري به په مسکو کې عصري پوځي زده کړې کوي او تر هغه وروسته به هېواد ته راستنېږي. په همدې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي ویلي دوی له افغان حکومت سره په بېلو برخو کې مرسته کوي او هیله لري چې دلته سوله او دایمي ثبات راشي. نوموړي دغه سرتېرو ته د وینا پر مهال ویلي، هیله لري ددغه سرتېرو د بېرته راستنېدو پر مهال افغانستان ته سوله راغلې وي او ټول خلک په امنه فضا کې ژوند وکړي. سفیر په پوځي برخه کې پر لا ډېرو همکاریو هم ټینګار کړی دی.





























